طالبان وايي، چې د ملکي ادارو ټول نرینه او ښځینه کارکوونکي کولی شي خپلو دندو ته ستانه شي.
طالبانو په کابل له واکمنیدو وروسته څرګنده کړې، چې د ټولو ادارو کارکوونکي له کومې اندېښنې پرته کولی شي خپلو ندو ته ستانه شي.
طالبان وايي، چې د ملکي ادارو ملکي کارکوونکي د حجاب له رعایتولو سره دندې ته ستنیدای شي او دوی یې مخالفت نکوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ویلي، چې د ټولو ډیپلوماټیکو، ملکي او پوځي ادارو کارکوونکې دې خپلو دندو ته ستانه شي.
طالبان وايي چې د ملکي ښځینه کار کوونکو د کار مخه نه نیسي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې د ډیپلوماټیکو ادارو، پوځي بنسټونو او ملکي ادارو کارکوونکي له اندېښنې پرته خپل کارونه روان ساتلی شي.
ده ویلي، چې د هیچا حق به نه ضایع کیږي.
پخواني طالب سید اکبرآغا ویلي؛ طالبانو اعلان کړی، چې د ادارو او وزارتونو ټول کارکوونکي کولی شي خپلو کارونو ته ستانه شي؛ مخنیوی یې نه کیږي. ښځې دې حجاب رعایت کړي. دا کار د باور رامنځته کولو لپاره دی اوټول امتیازات ورکول کیږي.
کابل ښاریانو د طالبانو له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
کابل اوسېدونکی رسول عبدي ویلي؛ له دې کار سره، چې ښځې د کار او زدکړو حق لري او دا هغو ښځو ته، چې تر روحي فشار لاندې دي په ټولنه کې د کار او هڅو ډاډ او هیلې راټوکوي.
د کابل یو بل اوسیدونکي عبدالقهار فطرتي ویلي: په افغانستان کې ستر بدلون رامنځته شو او طالبانو اعلان کړه، چې ټول خلک کولی شي خپلې دندې روانې وساتي او دا کار یې دا ډاډ ورکوي، چې بنسټونه نړیدلي ندي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي وایي: طالبان هڅې کوي، چې یو ټولګډونه حکومت ته زمینه برابره کړي او مونږ ټول افغانان به په کې ونډه ولرو.
نوموړي زیاته کړې؛ هیڅ افغان وګړی باید د هغه چا په اړه اندېښنه ونلري، چې په تېر حکومت کې یې خدمت کړی دی. مونږ به په خپل هېواد کې خدمت وکړو. که په ملکي او یا پوځي برخو کې وي او هیڅوک به خپل امتیاز له لاسه ورنکړي.
طالبان وايي؛ د نوې تګلارې موخه د دفتر کارکوونکیو ته ډاډ ورکول دي، چې له پامه به ونه غورځول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې زرګونه امریکايي سرتېري خوندي دي او طالبان د پلازمېنې په ټولو برخو واکمن دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/23660